پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چي په مزارشريف کي د داع.ش خراسان ډلي قوماندان محمد احساني نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د پاکستاني رسنيو په حواله چي د داع.ش دغه قوماندان اصلي د تاجکستان هيواد اوسېدونکی و او په افغانستان کي اوسېدی.
پاکستاني رسنۍ دغه راز زياتوي، چي هغه به د افغانستان څخه په پاکستان کي ترهګریز فعالیتونه کول او ترهګر به ئې پاکستان ته لېږل.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري ط..البانو د داع.ش خراسان ډلي د قوماندان محمد احساني د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تر دې مخکي په افغانستان کي د داع.ش د شتون اوازې رد کړي وې.
