د فوزې کوفي په مشرۍ د افغان سياستوالو او جهادي مشرانو د استازو ترمنځ د افغان مېرمنو د راتلونکي په اړه غونډه پيل سوه

د فوزيې کوفي په مشرۍ د پاکستان په مرکز اسلام اباد‌ کي د پخواني جهادي مشرانو د استازو، سياستوالو او مدني فعالانو له خوا د افغان مېرمنو د راتلونکي په اړه غونډه نن دوشنبه پيل سوه،چي دوې ورځي به دوام ولري.
په اسلام اباد کي د دغو سياستوالو د غونډي موخه په افغانستان کي د مېرمنو پر وضعيت بحث او د افغانستان او پاکستان راتلونکي روابط بلل سوي دي .
د يادي غونډي جوړونکي ويلي، چي په دغه غونډه کي د افغان مېرمنو د روان وضعيت څخه د هغوی خلاصول ئې اصلي او اساسي اجنډا ده.
بايد وويل سي، چي دغه غونډه تېره مياشت اسلام اباد کي نيول کېدل خو د نامعلوم دليل له مخي ځنډول سوې وه او نن پيل سوه چي دوې ورځي به جريان ولري.

Verified by MonsterInsights