فايق: نړۍوال دي د افغان ښځو د حقونو ملاتړ وکړي

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق په خپلو څرګندونو کي ويلي دي، چي ط..البان د اسلام د مبارک دين څخه د‌ خپلو ګټو د سپر په توګه استفاده کوي.
هغه ويلي چي ط..البانو د اسلامي شريعت څخه د خپل شخصي تفسير له مخي پر افغان نجونو د زده کړو بنديز لګولی.
د فايق په وينا چي د اسلامي نړۍ د علماوو په اتفاق د نجونو او ښځو په زده کړو کي هېڅ ستونزه نسته؛ خو ط..البان د همدې نامه څخه په استفادې هره ورځ د افغان مېرمنو حقونه تر پښو لاندي کوي.
هغه ويلي:« د زده‌کړو، کار او ازادۍ څخه د ښځو بې‌برخي کولو په اړه په اسلام کي هيڅ ستونزه نسته دا د ط..البانو شخصي تفسیر دئ.»
هغه پر نړۍوالو ږغ کړی، چي په افغانستان کي دي د افغان نجونو د کار، زده کړو او ازادۍ ملاتړ و کړي او ط..البانو دي مخه ونيسي چي نور د ښځو حقونه تر پښو لاندي نه کړي.

Verified by MonsterInsights