په ارزګان کي دوه ۷۰ کلن سپين ږيري د لوڼو د‌ نکاح د‌ تبادلې په تور نيول سوي

د ارزګان ط..البانو د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي په دغه ولايت کي دوو ۷۰ کلنو سپين ږېرو غوښتل، چي خپلي ځواني لوڼي د تبادلې په ډول يو بل ته نکاح کړي، چي ط..البانو نيولي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغو سپين ږېرو لوڼو د يادي جبري نکاح کولو څخه شکايت کړی وو، چي د شکايت په اساس دغه سپين ږېري نيول سوي او د جبري نکاح مخه ئې نيول سوې ده.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي په بدو کي د ښځو ورکولو، جبري نکاح کولو او دې ته ورته پېښو ګراف لوړ دئ.

Verified by MonsterInsights