د هلمند ولايت څخه محلي سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي نامعلومو کسانو د عبدالودود په نوم يو تجار وژلی دئ.
د سرچینې په وينا چي دغه تجار د چاقو په وسيله وژل سوی او جسد ئې د يکشنبې په ورځ د لښکرګاه ښار د لسمي امنيتي حوزې په ساحه کي پيدا سوی دئ.
د دغه تجار د وژل کېدو علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.
