څراغ تلوېزیون ته د کابل څخه محلي سرچينو خبر ورکړی چي نن له پنځو بجو ورورسته په ټول کابل کي د نوري فایبر انټرنټي خدمات قطع سوي دي.
د سرچينو په خبره چي د نوري فایبر د اڼترنټ بغیر له خبر ورکولو قطع سوی نو ځکه یې د خلګو کاروبارو او زده کونکو و درسو ته پراخي ستونزي پیدا کړي دي .
د یادوني وړ ده چي تیره هفته په مزار شریف،ننګرهار،کندهار او هرات ولایتونو کي د ط.البانو د مشر په امر د منکراتو څخه د منع کېدلو په سبب د نوري فایبر انټرنټ قطع سوی وو.
