فوزيه کوفي: ایلان ماسک دي د افغانانو له پاره سټارلينک انټرنټ فعال کړي

د جمهوري نظام پر مهال د پارلمان غړي فوزيې کوفي له ایلان ماسک څخه غوښتنه کړې چي اوس یې وخت دی چي د افغانانو له پاره سټارلینک انټر نټ فعال کړي.

هغې دا خبره پر داسي مهال کړې ده چي د ط.البانو مشر د یو فرمان له مخي د منکراتو څخه د منع په بهانه په ټول افغانستان کي هر رنګه انټرنټ قطع کړی دی.

دهغې په خبره چي د انټرنټ له لاري په افغانستان کي مظلومو خلګو ورته د خپل مظلومیت کیسې او شکایتونه بیانول خو د انټرنټ له قطع کېدلو وروسته اوس یې د خلګو سره اړيکي پرې سوي دي.

د یادوني وړ ده چي د ط.البانو مشر مخکي د فایبر نوري انټرنټ د خدماتو د بندېدلو امر کړی و،خو اوس یې د پرون ماځیګر راهیسي په ټول افغانستان کي د ټولو شبکو انټرنټي خدمات بند کړي دي.

Verified by MonsterInsights