څراغ تلوېزیون ته سرچينو خبر ورکړی چي په افغانستان کي د انټرنټ له بندېدلو وروسته افغانستان ته او له افغانستان څخه ټول پروازونه لغوه سوي دي.
پرون ماځیګر د انټرنټ له بندېدلو وروسته د افغان اریانا هوایي شرکت هم د ډوبۍ څخه افغانستان ته تر نامعلوم وخت پوري د پرواز د لغوه کېدلو اعلاميه وړاندي کړې وه.
د پروازونو لغوه کېدلو ګڼ شمېر افغان مسافر په نړۍوالو هوایي میدانو کي له ستونزو سره مخ کړي دي.
د یادوني وړ ده چي د انټرنټ بندولو د پروزاونو د لغوه کېدلو سربېره زده کړو،تجارتونو،ورځنيز ژوند او کاروبارو ته هم تاوانونه اړولي دي .
