خليلزاد: د فاروق اعظم د بند څخه ازادېدل ښه خبر دئ

د افغانستان له پاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي د باوري سرچينو څخه ترلاسه سوي معالومات ئې ښيې چي ډاکټر فاروق اعظم د ط..البانو د زندان څخه ازاد سوی دئ.
هغه وايي چي د ط..البانو د زندان څخه د ډاکټر فاروق اعظم ازادېدل يو مثبت ګام دئ.
خليلزاد ويلي، چي فاروق اعظم د افغانستان د پوه او مشهوره سياسي څېرو څخه دئ.
بايد وويل سي، چي فاروق اعظم څه موده وړاندي د ط..البانو پر نظام تر نيوکي کولو وروسته د ط..البانو د مشر م.لا هب.ت الله په امر نيول سوی او بندي سوی و.

Verified by MonsterInsights