د ط..البانو وياند ذبيح الله م.جاهد د پنج شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي په افغانستان کي د ۴۸ ساعتونو له پاره د انټرنېټ او تليفوني شبکو د بندېدو په اړه ئې تر اوسه پوري هېڅ ډول رسمي خبري نه دي کړي او هغه خپل په نامه په رسنيو کي نشرسوي راپورونه جعلي بللي دي.
تر دې يوه ورځ وړاندي اشوشيټډپريس په يوه نشر سوي راپور کي د ذبیح الله م.جاهد له خولې څخه ليکلي و، چي په افغانستان کي انټرنېټ د نوري فايبر د کېبلونو د زړېدو او تخنيکي ستونزو له امله بند سوی و؛ خو اوس ذبيح الله م.جاهد د خپلو دغه څرګندونو پر شا سوی او ويلي ئې دي، چي تر اوسه پوري د انټرنېټ د بندېدو په اړه په رسمي ډول نه دئ ږغېدلی.
