د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (يوناما) په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي ط..البانو په افغانستان کي د ۴۸ ساعتونو له پاره د ټولو ټليفوني شبکو او انټرنېټ د بندېدو او خلاصولو له پاره هېڅ قانع کوونکی جواب او دليل نه لري.
يوناما ويلي، چي په افغانستان کي د انټرنېټ بندېدو د افغانانو ژوند له ګواښ او ستونزو سره مخ کړی و.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي د انټرنېټ بندېدو د افغانستان بانکونه، ګمرکونه او دې ته ورته نورو اساسي ځايونو فعاليت ځنډولی و.
یوناما دغه راز ويلي، که څه هم خدمتونه اوس بېرته عادي سوي او سوداګریز هوایي ټرافیک هم عادي حالت ته راګرځېدلی؛ خو د بندیز د لګولو او بیا لغو کولو په اړه د ط..البانو چوپتیا د اندېښنې وړ ده.
يوناما ويلي، چي ط..البان د خپلي دغي کړني له پاره هېڅ دليل نه لري.
