د بريتانيا د بهرنیو چارو وزارت پرون د اکټوبر میاشتي پر اول تاريخ په یو نشر سوي بیان کي ویلي چي د G7 (جي سېون) هیوادونو په ګډون لسګونو هیوادونو په لندن کي د تیري میاشتي پر ۲۹م او۳۰م تاریخ د افغانستان د اوسني بحراني حالاتو اړوند غونډه ترسره کړې ده.
په بیان کي راغلي چي د افغانستان اړوند په یاده غونډه کي د برېتانیا،امريکا،کاناډا،فرانسې،جرمني،ايټالیا،جاپان،اسټرالیا،ناروې،ترکیې،جنوبي کوریا،سویس،او اروپایي اتحادیې ځانګړو استازو ګډون کړی وو.
په بیان کي د یادي غونډي اجنډا د افغانستان روان بحراني حالت بلل سوی دی،چي پکښي د یادو هیوادونو استازو په افغانستان کي د بشري ناورين،ترهګرۍ د ګواښونو ،د نجونو او ښځو د حقونو،او د سیاسي شموليت په اړه بحث کړی دی.
د غونډي ګډونوالو ویلي چي د افغانستان سره به بشري مرستي دوام لري خو یادي مرستي به د ط.البانو له لاري نه ویشل کېږي.
په پای کي د ټولو هیوادونو استازو ژمنه کړې چي د افغانستان په موضوع کي به همداسي یو موټی اوسي،او د ط.البانو حکومت ته به مشروعیت ورنه کړي.
