د کابل پخوانی والي او د اسلام اباد د جلسې ګډونوال احمدالله عليزي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي د پاکستان د جمعيت علماء اسلام د ګوند د مشر مولانافضل الرحمن سره ئې د پاکستان او افغانستان په اړه د نژدې لېدنه کړې.
هغه ويلي چي د مولانافضل الرحمن سره ئې د سيمي د ثبات، د پاکستان او افغانستان د اړيکو د پياوړتيا په اړه خبري او بحث کړی او په وينا ئې چي هغه د هر ډول همکارۍ او مرستي ډاډ ورکړی.
دا چي مولانافضل الرحمن هغه ته د څه ډول همکارۍ ډاډ ورکړی، احمدالله عليزي ئې په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.
