کام اېر هوايي شرکت د ټکټ بيې لوړي کړي

د ط..البانو له خوا د انټرنېټ د تر بندېدو وروسته کام اېر هوايي شرکت د کابل څخه رياض ته د ټکټ قيمت دوه چنده زيات کړی.
رياض ته تلونکو افغان مسافرو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي دغه هوايي شرکت د ټکټ قيمت د کابل څخه رياض ته مخکي يوازي ۳۰۰ امريکايي ډالره و؛ خو د انټرنېټ تر بندېدو وروسته دغه شرکت د ټکټ قيمت ۸۰۰ امريکايي ډالره کړی دئ.
هغوی وايي چي دا د افغان مسافرو سره بې انصافي ده.
دغو مسافرو پر ط..البانو ږغ کړی، چي د هوايي شرکتونو د ټکټو قيمتونه دي کنټرول کړي.

Verified by MonsterInsights