د پنجشېر ولايت له پاره د ط..البانو وياند سيف الدين لټون ويلي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ۷۴۶۴ قيراطه زمرد د ازادي داوطلبۍ د لاري خرڅ کړي دي.
د هغه په خبره چي دغه زمرد ئې د ۱۰۶ زره امريکايي ډالرو په بدل کي پر کورنۍ سوداګرو خرڅ کړي دي.
د يادوني وړ ده، چي دا لومړی ځل نه دئ؛ بلکي تر دې وړاندي هم ط..البانو د نورستان او پنجشېر د کانونو څخه زمرد او نوري قيمتي ډبري پر کورنيو او خارجي سوداګرو خرڅي کړي وې.
