ايران په تېره مياشت کي لس افغانان اعدام کړي

د هه‌نګاو د بشري حقونو د سازمان څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ايران دولت په تېره سيپټمبر مياشت کي لس تنه افغان اتباع اعدام کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ايران دولت دغه افغانان د ايران په بېلابېلو زندانونو کي د نشه يي توکو د قاچاق، وژنو او نورو جرمونو په تور اعدام کړي دي.
بايد وويل سي، چي په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغو اعدام سوو افغانانو په اړه څه نه دي ويلي.

Verified by MonsterInsights