د ننګرهار څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کي نامعلومو وسله والو يو سپين ږيری سړی ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي د دغه کس د وژل کېدو علت او هويت تر اوسه پوري څرګند نه دي او ط..البانو ئې هم په اړه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي مرموزي او وسله والي وژني ورځ تر بلي زياتيږي؛ خو ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي.
