د ط..البانو فرمانو ممثل مزدور کړ

محمد نعيم ريحان (کوچنی ډون)هغه کندهاری غريب ځوان دئ، چي د خپل تمثيل او لنډو کليپونو د جوړولو د‌ لاري ئې د خپل کورنۍ له پاره نفقه برابرول.
ريحان د تمثیل په برخه کي زيات مينوال درلودل، هغه به په خپل تمثيل باندي هم مينوال خوشاله ساتل او هم به ئې د خپلي کورنۍ له پاره يوه ګوله ډوډۍ پيدا کول.
د ط..البانو د هغه فرمان له مخي چي د ژونديو موجوداتو د انځورونو د نشرولو د بنديز په اړه و، په کندهار کي ط..البانو د خپل مشر د امر پر ځای کولو په سبب پر ټولو ممثلينو هم بنديز ولګوی، چي د انځور په ژبه به نور نشرات نه کوئ.
د ط..البانو همدې فرمان د کندهار مشهوره او تکړه ممثل محمد نعیم ريحان ( کوچنی ډون)هم بې دندي کړ.
هغه مجبور سو، چي د خپلي کورنۍ له پاره د يوې ګولې ډوډۍ پيدا کولو په موخه مزدوري شروع کړي.
کوچنی ډون د ط..البانو فرمانو مجبور کړ، چي په کندهار ښار کي لښتي او سړکونه پاک کړي او مزدوري وکړي؛ تر څو خپلي کورنۍ ته نفقه برابره کړي.

Verified by MonsterInsights