نجيب آزاد:۱۴۰۰ امريکايي پوځيانو د بګرام پر لور حرکت وکړ

نن جمعه د -۲۰۲۵(اکتوبر)۳- د ویسکانس پوهنتون استاد نجیب ازاد پر خپل فیسبوک پاڼه ویلي چي د امریکا د پوځ د مهم بیس څخه یې په خپلو سترګو لیدلي چي ۱۴۰۰ ځانګړي امريکايي ځواکونو په افغانستان کي د بګرام د هوايي اډې پر لور حرکت کړی دی.

د استاد ازاد په وینا چي امریکا د ط.البانو سره مخکي له مخکي خبري اتري پیل کړي وې،چي بلاخره اوس د یوې هوکړي له مخي امريکایي ځواکونه د ط.البانو سره په ګډ توافق د بګرام نیولو له پاره د افغانستان پر لور روان سوي دي.

هغه زیاته کړې چي د افغانستان پر خوا روان سوي ځواکونه د (سپېشل سېون ) په نوم د امريکا ترټولو پر مختللي او خاص ځواکونه دي چي په ۱۹۶۰ کي ددې ډلي تاسیس سوی دی.

د یادوني وړ ده چي یاد خبر تر اوسه د امریکا او ط.البانو له خوا په رسمي ډول نه دی نشر سوی.

Verified by MonsterInsights