ط..البانو د بګرام هوايي اډې شاوخوا اوسېدونکو ته امر کړی، چي خپل کورونه پرېږدئ

د بګرام هوايي اډې د شاوخوا کليو اوسېدونکو د‌ جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي ط..البانو ورته امر کړی، چي دغه سيمه تخليه کړي.
د هغوی په وينا چي ط..البانو دغه امر ورته يوه هفته وړاندی کړی، چي د يوې مياشتي په جريان کي دغه سيمه پرېږدئ.
هغوی وايي ط..البانو د امريکا د احتمالي بريد له امله ورته ويلي چي خپل کورونه تخليه کړئ.
تر اوسه ط..البانو په رسمي ډول د دغي موضوع په اړه څه نه دي ويلي.
د يادوني وړ ده، چي د امريکا د ویسکانس پوهنتون استاد نجیب ازاد پر خپل فیسبوک پاڼه ویلي چي د امریکا د پوځ د مهم بیس څخه ۱۴۰۰دامريکايي ځواکونو د بګرام د هوايي اډې پر لور حرکت کړی دئ او ط..البانو دغه اډه د يوې معاملې په ډول امريکا ته سپاري.

Verified by MonsterInsights