ماريا د امريکا د پوځي الوتکي د کاريکاتور سره ليکلي، چي ط..البان بګرام هوايي اډه امريکا ته نه ورکوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندي، ماریا زاخارووا وايي، چي ط..البان به بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري.
زاخارووا ويلي، چي امریکا له شل کلني ناکامي جګړې وروسته له افغانستانه وتلې او اوس هڅه کوي، چي په دې هیواد کي خپل نظامي حضور بېرته راژوندی کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وياندي دا څرګندوني له یوه کاریکاتور سره خپرې کړي، چي په کښي یو تن چي دودیزي جامې ئې اغوستي، اوږده ږیره او کلاشینکوف ته ورته وسله لري، د امریکا یوه نظامي الوتکه په لغته وهي.
بلخوا بيا تازه خپاره سوي خبرونو کي ويل سوي، چي ط..البانو د امريکا سره د بګرام هوايي اډې پر سر معامله کړې او ډېر ژر به امريکايي پوځيان دغه اډه په خپل کنټرول کي واخلي.
که ط..البان بګرام هوايي اډه امریکا ته وسپاري نو د روسيې هغه باور به له منځه ولاړ سي، چي ط..البانو ورسره ژمنه کړې وه، چي امریکا ته دغه اډه نه ورکوي.

Verified by MonsterInsights