د اې اي له نړۍ:
اوس چيټ جي پي ټي هغه وخت هم ستاسي په اړه فکر کوي چي تاسي بيده ياست.
د مصنوعي ځيرکتيا په نړۍ کي نوی سهولت ور زيات سوی دی چي “پلس” (Pulse) نوميږي. دا سيستم به ټوله شپه کار کوي تر څو د کاروونکو د علاقې مطابق نوي مالومات پيدا کړي. دا يوه هڅه ده چي چيټ جي پي ټي نور هم فعال کړل سي، څو يوازي د پوښتنو ځواب ورکوونکی نه وي، بلکي خپله هم د خبرو پيل وکړای سي.
د دې نوي فيچر په مرسته، چيټ جي پي ټي به د کاروونکو په اړه د مخکنيو خبرو اترو او د هغوی پر فيډبک د ورکړل سوو مالوماتو نه ګټه اخلي.
دی تر څنګ، دا به د نورو تړلو اېپليکېشنو لکه کيلېنډر نه هم ډاټا را اخلي. کاروونکي به دا آسانتيا هم ولري چي د “پلس” له لاري راټول سوي مالوماتو په اړه خپل فيډبک ورکړي چي له دي سره به چيټ جي پي ټي ته مرسته ورکوي چي تاسي ته کوم وړانديزونه ښه دي.
اوس مهال دا فيچر يوازي د چيټ جي پي ټي پلس سبسکرېپشن لپاره سته چي فيس غواړي.
د اوپن اي آی په وينا، دا فيچر راتلونکي کي نوره هم وده کولای سي او لکه څنګه چي کاروونکي ورسره کار کوي، دا به بدلېږي. خو دا يې هم ويل چي دا د چيټ جي پي ټي د استعمال يو بالکل نوی طريقه وړاندي کولای سي. د کمپنۍ په خبره، دا “د مصنوعي ځيرکتيا سره د تعامل نوي دور لومړی ګام دی.”
دا نوی فيچر په اصل کي اوپن اي آی ته دا چانس ورکوي چي په چيټ جي پي ټي کي اعلانونه هم ښکاره کړي. ځکه اوس د وړيا سروس ورکولو له امله ډېر لګښت کيږي او له کاروونکو کوم عايد نه ترلاسه کيږي، نو راپورونه ښيي چي د اعلانونو دا طريقه د عايد زياتولو يوه ممکنه حل لاره هم ده.
