د اروپا پارلمان د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه کوي

د اروپايي پارلمان غړي به د اروپا له کمیسیون او شورا سره په یوه ځانګړې غونډه کي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بحث وکړي.
دغه ناسته به د راتلونکې سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۵مه) ترسره سي.
په غونډه کي به د افغانانو، په ځانګړي ډول هغو ښځو ته د مرستو پر لارو چارو بحث وسي، چي د وروستۍ زلزلې له امله زیانمني سوي دي.
د اروپايي پارلمان له‌خوا په یوه خپره سوې اعلامیه کي ویل سوي چي د ط..البانو له‌خوا پر ښځو او لږکیو باندي محدودیتونه اندېښمنوونکي دي.
دغه پارلمان ویلي چي په دې اړه به یوه پرېکړه‌لیک هم صادر کړي.
اعلامیه زیاتوي چي د ط..البانو سخت سیاستونه د دې لامل سوی چي له څلورو کلونو وروسته، یوازي روسیې دغه ډله په رسمیت پېژندلې.

Verified by MonsterInsights