د کندهار ښار اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط..البانو د استخباراتو ادارې په دغه ولايت د خلګو پر ژوند څار ډېر کړی.
د هغوی په خبره چي دا دريم ځل دئ، چي د ط..البانو د استخباراتو اداره فورمې ورکوي، چي د کورنۍ د ټولو غړو په اړه په کښي بشپړ معلومات غوښتل کېږي.
د کندهار يو اوسېدونکي څراغ تلوېزيون ته داسي وويل:« په دغه فورمو کي ط..البان د کورنۍ د ټولو نارينوو په اړه معلومات غواړي، چي څه دنده لري، مخکي ئې څه دنده درلودل، د ښځو او ان د ماشومانو لا بشپړ معلومات غواړي.»
د هغوی په وينا چي ط..البانو ټولو ته خبرداری ورکړی، که په دغه فورمو کي معلومات ناسم وه، د کورنۍ مشر د ط..البانو له خوا نيول کېږي او سزا ورکول کېږي.
کندهاريان وايي چي د ط..البانو دغه ډول څار د ولس پر ورځني ژوند منفي اغيز کړی او خلګ د ويري تر چتر لاندي ژوند کوي.
ط..البانو په کندهار کي د کورونو د ثبت په اړه څه نه دي ويلي.
