د پاکستان څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د پاکستان د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کي ولسي خلګو نن د جمعې په ورځ د پاکستان د پوځ په مقابل کي ولسي پاڅون پيل کړی.
د سرچينې په وينا چي دغه ولسي پاڅون د يادي سيمي اوسېدونکو د پاکستان د پوځ د هغه ظلمونو په مقابل کي کړی، چي پر پښتنو ئې کوي.
هغوی د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی، چي نور دي پر پښتنو روان ظلمونه ودروي.
