د هلمند په باباجي ولسوالۍ کي د مسجد يو امام وژل سوی

د هلمند څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په باباجي ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو د مسجد يو امام ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه امام د چهارشنبې په ورځ وژل سوی.
د سرچينې په وينا چي د دغه امام د وژني علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه دي ويلي.

Verified by MonsterInsights