په غزني کي په خوړو کي د زهرو له امله دوه کوچنيان وژل سوي او څلور کسان نور مسموم سوي

د غزني ولايت د‌ ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د جمعې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کي په خوړو کي د زهرو د امله د يوې کورنۍ دوه کوچنیان وژل سوي او څلور نور مسموم سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه پېښه د پنج شنبې په ماخستن رامنځ ته سوې ده.
خبرپاڼه ليکي، چي په خوړو کي د موږک زهر اچول سوي و.
د غزني امنيې قومندانۍ د يادي پېښي په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي، چي دا زهر په خوړو کي چا ګډ کړي وو او د پېښي اصلي علت څه و.

Verified by MonsterInsights