په کنړ کي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ په جګړه کي يو ط..الب جنګيالی وژل سوی

د‌ کنړ ولايت څخه يوې ځايي سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کي د ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې د‌ پاکستاني پوځ او ط..البانو تر منځ جګړه سوې.
د سرچينې په وينا دغه جګړه د پنج شنبې په ورځ سهار مهال پيل سوې، چي د جمعې په ورځ د سهار تر اتو بجو ئې دوام وکړ.
سرچينه زياتوي چي په دغه جګړه کي يو ط..الب جنګيالی وژل سوی دئ‌.
بلخوا بيا د ناړۍ ولسوالۍ د دغي سيمي خلګ د‌ جګړې له امله نورو سيمو ته کډه سوي دي.

Verified by MonsterInsights