د ناورين نړۍوالي ډلي (ICG) په خپل تازه نشر سوي راپور کي ويلي، چي د امريکا او نورو نړۍوالو بشري سازمانو له خوا پر افغانستان د مرستي د بندېدو له امله افغانستان د ژور فقر او لوږي پر لور روان دئ.
دغه سازمان ويلي، که امريکا او نور نړۍوال شريکان د افغانانو سره مرستي بېرته پيل نه کړي، په افغانستان کي به د بې وزلۍ کچه نوره هم لوړه سي او افغانان به د جدي بحران سره مخ سي.
بايد وويل سي، چي امريکا په افغانستان کي خپل يو شمېر مرستندويه سازمانونه ځکه تړلي، چي په وينا ئې د ولس پر ځای ئې ط..البانو ګټه اخيستل.
