په پېښور کي د يوه جومات افغان امام وژل سوی

د پاکستان پوليسو ويلي، چي د جمعې په ورځ د پاکستان په پېښور ښار کي د رضاخان مريم زي جومات افغان امام نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د پوليسو په وينا چي دغه وژل سوی افغان امام ادم خان نوميږي او اصلي د افغانستان د پکتيا ولايت اوسېدونکی و.
د پاکستان پوليسو د دغه افغان امام د وژل کېدو د‌علت په اړه څه نه دي ويلي؛ خو زياته کړې ده، چي په اړه ئې څېړني کوي.

Verified by MonsterInsights