د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د جمعې په ورځ د پاکستان د بېلا بېلو ايالتونو څخه ۴۵۳ د افغان کډوالو کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۲۴۲۵ تنه کېږي د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي د دغه افغان کډوالو ډېره برخه په زور او جبر د پاکستان د خاوري څخه شړل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
دغه راز په همدې ورځ ۲۴ تنه د افغان کډوالو بنديان هم د پاکستان د زندانو څخه خلاص سوي او د سپين بولدک د لاري کندهار ته راغلي دي.
