د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو اين ایچ سي ار) په خپل تازه راپور کي ويلي، چي افغانستان ته ستېدونکي افغان کډوال په دغه هيواد کي بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
دغه سازمان په خپل راپور کي ويلي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال له پيل څخه تر دې دمه د پاکستان او ايران څخه شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي، چي دلته افغانستان کي پر محدودو د مرستو پر سرچينو ئې فشار زيات کړی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي افغانستان کي د ښځینه کارکونکو او انټرنيټي خدماتو پر وړاندي محدوديتونو او ننګونو د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د مرستي رسوني پر خدماتو منفي اغېز کړی دئ.
دغه سازمان د افغان کډوالو د وضعیت د سمون له پاره د څه باندې ۲۵۰ میلیونه ډالرو د مرستو غوښتنه کړې ده.
دغي ادارې دغه راز د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو څخه غوښتي، چي د افغانستان اوسني بحراني حالت ته په کتلو سره دي د احتیاط څخه کار واخلي.
