د خراسان رضوي د والي امنيتي مرستیال امیرالله د ايراني رسنيو سره په مرکه کي ويلي، چي هره ورځ د ايران څخه شاوخوا درې زره هغه افغان کډوال چي قانوني اسناد نه لري افغانستان ته ستنېږي.
د هغه په خبره چي دغه افغان کډوال د دوغارون د لاري څخه افغانستان ته ستنېږي.
بايد وويل سي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال د پيل څخه تر دې دمه پوري شاوخوا دوه ميليونه افغان کډوال د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته ستانه سوي دي.
