د ط..البانو د کورنيو چارو د وزارت وياند عبدالمتين قانع وايي چي په ټول افغانستان کي د ط..البانو څخه نظامي رنجر موټرونه ټولوي او پر ځای به ئې نور بديل وسايط ورکړي.
د هغه په خبره چي دغه پرېکړه د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت په رهبري غونډه کي سوې ده.
د قانع په وينا چي دغه رنجر موټرونه به په داسي وسايطو بدل سي، چي د افغانستان د جغرافيې سره مناسب او د امنيت په ټينګښت کي د نظامي فعاليتونو له پاره به هم ګټور وي.
