ګلوبل ايشوز: په افغانستان کي د نجونو پر زده کړو بنديز د جبري ودونو ګراف لوړ کړی

د ګلوبل ايشوز د راپور په حواله په افغانستان کي د نجونو پر زده‌کړو بندیز په کم عمر کي د نجونو د ورکړي او جبري ودونو د زیاتېدو اساسي لامل بلل سوی دئ.
د بشري حقونو سازمانونه وایي، تېرو څلورو کلونو کي د پنځو زرو ډېرو نجونو جبري نکاح سوې، چي په ياده موده کي د جبري ودونو د کچي زياتوالی ښيې.
ملګري ملتونه او نوري نړۍوالو ادارو خبرداری ورکړی، چي دغه بندیز د کورني تاوتریخوالي، فقر او ځان‌وژنو کچه لوړه کړې او افغانستان ئې له نړۍوالې ټولني نور هم ليري کړی دئ.
د یونیسف او نړۍوال بانک د معلوماتو له مخي، د ط..البانو د بیا واکمنۍ راهیسي تر یوه میلیون زیاتي نجوني له زده‌کړو محرومي سوي دي.

Verified by MonsterInsights