قرغيزستان د افغانستان د زلزله ځپلو سره ۱۳۰ ټنه بشري مرسته کړې

د قرغيزستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه هيواد د افغانستان په ختيځ کنړ ولايت کي د‌‌ زلزلې ځپلو سره ۱۳۰ ټنه بشري مرسته کړې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه بشري مرستي تر افغانستان پوري رسېدلي دي او په نژدې وخت کي به ئې پر اړمنو کسانو تقسيم کړي.
دغه وزارت ويلي چي په دغه مرسته سوو توکو کي خوراکي توکي، د ماشومانو د ژمي جامي او د کور اړین وسایل شامل دي.

Verified by MonsterInsights