د بخښني نړۍوال سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ط..البانو له خوا د خبريال مهدي انصاري پر نيول کېدو اندېښنه ښودلې ده او له دې ډلي ئې غوښتي، چي نوموړی دي ژر تر ژره او بې له قید و شرطه آزاد کړي.
دا غوښتنه په داسي حال کي مطرح کېږي، چي دوي ورځي وړاندي د ط..البانو استخباراتي رسنیو د مهدی انصاري اعتراف خپور کړ؛خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو او یو شمېر خبریالانو دغه اعتراف اجباري او د بشري حقونو له نړۍوالو اصولو سره په ټکر کي بللی دئ.
د یادوني وړ ده چي د ط..البانو له بیا واکمنېدو راهیسي د خبریالانو نیول، ګواښل او محدودول ډېر سوي او د بیان آزادۍ ته د پام وړ زیان اوښتی دئ.
د بخښني نړۍوالو سازمان ټینګار کوي چي باید د رسنیو خپلواکي وساتل سي او د خبریالانو خوندیتوب تضمین سي او ط..البان دي نور پر افغان خبريالانو او رسنيو باندي سانسور پای ته ورسوي.
