اروپايي ټولنه: ط..البان دي افغان نجونو ته د زده کړو حق ورکړي

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني ځانګړي دفتر د ښوونکي نړۍوالي ورځي په مناسبت ویلي، چي زده‌کړه د افغانستان د پرمختګ او ځان بسیا کېدو له پاره اساسي رول لري.
دغه دفتر د یکشنبې په ورځ (د میزان ۱۳مه) په یوه پیغام کي د افغانستان د ښوونکو هلو ځلو ته درناوی څرګند کړی، په ځانګړي ډول ئې د ښځینه ښوونکو او زده‌کوونکو مېړانه ستایلې ده.
اروپايي ټولني د ښوونکي د نړۍوالي ورځي په مناسبت د ط..البانو څخه غوښتنه کړې، چي افغان نجونو ته دي د زده کړو حق ورکول سي او نور دي پر نجونو او مېرمنو محدوديتونه پای ته ورسوي.
د ښوونکي نړۍواله ورځ هر کال د اکتوبر په پنځمه لمانځل کېږي، چي هدف ئې د ښوونکو ستونزي، حقوق او ټولنیز مقام ته پام کول دي؛ خو د ط..البانو له خوا نه یوازي دا ورځ نه لمانځل کېږي؛ بلکي د ښځینه ښوونکو پر کار هم بندیز لګول سوی او نجوني له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو محرومي سوي دي.

Verified by MonsterInsights