دوهمه برخه
اوله برخه دلته
که چېرې فرهنګي بهیر او د بـشر د ټولنیز، سیاسي او اقتصادي تاریخ انکشاف د تاریخ په بهیر کې په ښه شان مطالعه کړو او هغه ته په ژوره سترګه وګورو، لرغوني افغانستان په مرکزي اسیا کې د کرنیز مدنیت یو له لویو محورونو څخه و، چې د سیحون او جیحون (سیر سیند او آمو سیند) شته والی یوه شنه، آباده، حاصلخېزه او بډایه سیمه جوړوله او لرغوني باختر یا د بخدي ښار د ام البلاد په توګه د لوړو بیرغونو، د دفاعي استحکاماتو او ځانګړې لویي لرونکی و او په منځنۍ آسیا کې د کرنیز مدنیت د پراختیا لامل ګرځېدلی و. پنجدې، د مزارشریف ښار او بلخ ډېره زیاته ښکلا د مدنیت همدغې هستې ته وربخښلې وه. غښتلي او چټک اسونه او د بخدي دوه کېوه اوښان د حیواني ټرانسپورټ له ډېرو مهمو وسایلو څخه په هغه وخت کې ګڼل کېدل، لکه له فیل څخه چې په هند کې ګټه اخیستل کېده، که څه هم دروند بار یې وړلای شو، خو ډېر ورو، خو باختري اسونو او اوښانو په هغه وخت کې د نن ورځې په شان د چټکو وسایلو حیثیت درلود او د برېښنا په څېر یې ټولو مطلوبو ګوټونو ته ځانونه رسولای شول، له همدې امله و چې د باختر هېواد (پخوانی افغانستان) مدنیت په چټکۍ سره خپلو ټولو شاوخوا سیمو او ګوټونو ته خپور شو او د بلخ سیاسي او فرهنګي لويي د تاریخ په ټولو پاڼو کې درج او د هغه لوړتیا او برتري د پاملرنې په محراق کې ځای لري. د باختر د زراعتي مدنیت په لومړیو کې د پخوانیو آریایانو د قلمرو په حدودو کې لاندې سرحدونه او ایالت شامل وو چې په ټوله کې د هغوی سرحدونه وروسته چوکاټ بندي کوو او سیاسي حدود یې تر نظره تېر وو:
1. آریانم ویجه: د آمو سیند او سیر سیند ترمنځ Aryanemvaejo
2. سغد حوزه: د سغدیانه حوزه یا سغدیان Sughda
3. د مورو حوزه: د مرو یا مرغاب حوزه Mouru
4. بخدي حوزه: د بلخ بامي حوزه Bakhdi
5. د نسایا حوزه: د میمنې حوزه Nisaya
6. د هرویه حوزه: د هرات حوزه Haroya
7. د ویکرته حوزه: د کابل حوزه Vackerata
8. د اوروا حوزه: د کندهار او سند ترمنځ غرنۍ سیمه Urva
9. د خننتا حوزه: د ګرګان ساحه Hnenta
10. د هره وتي حوزه: د ارغنداب سیمه Aranaiti
11. د راغا حوزه: د رای سیمه (د بدخشان راغ) Ragha
12. د کخره حوزه: د غزني سیمه akhara
13. د هیتو منت حوزه: د هیرمند سیمه aetumant
14. د رانګا حوزه: یو شمېر مؤرخین سیر سیند د دې سیمې په نامه یادوي Ranga
15. د وارنا حوزه: د بامیان او امیر بند سیمه او اړوندې سیمې یې Verena
16. د هپتاهندو حوزه: سند حوزه Hapta Hindo
دغه شپاړلس حوزې د پخوانیو آریایانو د اوسېدو سیمې وې چې تقریباً د منځنۍ آسیا نیمه پراخه سیمه یې د ارال له ریګستانونو څخه د هند سمندر تر غاړو او د سند سیند دلتا او تارهند دښتو له امتداد څخه د اوسني ایران تر ختیځو ریګستانونو پورې سیمې یې په قلمرو کې شاملې وې، خو په ټوله کې د پخوانیو آریایانو په قلمرو کې حاصل خیزې، آبادې او غرنۍ سیمې شاملې وې، چې آمو، سیر، سند (اباسین)، هیرمند، هریرود او ارغنداب سیندونو خړوبولې او آبادې او شنې یې ساتلې وې، دې آبادۍ او شین والي تر اوسه د سیمې اهمیت لوړ ساتلی دی. د هندوکش د غرونو لړۍ او د همالیه د غرونو څانګو غرني اقلیم او د جاري اوبو لويې سرچینې یې منځ ته راوړې دي، اواره کرنیزه ځمکه، مناسبه هوا او په کال کې څلور فصلونه په دغو حدودو او هېواد کې خوځښت او پرمختګ د کار، زراعت او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې رامنځ ته کړی دی، خلکو یې په متحد ډول په یوه ټاکلې حوزه کې لوړ فرهنګ او مدنیت درلود، چې د هغوی مرکز باختر یا پخوانی بلخ او د هغه ګاونډۍ حوزې د ارال له جهیل څخه تر سند حوزې او د هند سمندر تر غاړو پورې غزېدلې وې. د کویر دښتې او د پخواني فارس صحراوو، د منځنۍ آسیا ریګستانونو، همالیه او د تار صحرا هغوی له نورو ګاونډیو حوزو او له لېرو ښارونو څخه جلا کړي وو او د یوې فرهنګي، زراعتي او مالدارې حوزې په بڼه یې د کتنې وړ پر مختګ کړی و او له همدې امله و چې پخوانی باختر یې د ښارونو د مور په حیث یا د ام البلاد په نامه نوماوه، لاسي صنایعو، مالدارۍ، د اسونو، اوښانو، څارویو او نورو روزنې په دغه هېواد کې د کتنې وړ انکشاف کړی و. اویستا د افغانستان ایالتونه او سرحدونه له جغرافیایي نظره په شپاړسو سیمو او بېلابېلو حوزو کې راپېژني، لکه مخکې چې یادونه وشوه. بلخ د بخدي په نامه، بدخشان د راغا په نامه، مرو د مروو په نامه، هرات د هریو په نامه، د هلمند حوزه د هراویتي تر نامه لاندې، ارغنداب د هیتومنت په نامه، د سند حوزه د هپته په نامه او سغدیان د ماورأالنهر په نامه ثبت دي. اویستا د دغه هېواد خلک د آریا او د هغوی هېواد د آریانا په نامه یادوي.
په دې ترتیب د پخواني افغانستان شمالي سرحد د ارال جهیل و چې د آمو او سیر سیندونو اوبه په کې تویېږي. جنوبي سرحد یې د عربو د بحیرې غاړې، په ختیځ کې د سند سیند له ګلګت څخه تر هند سمندر پورې، په لوېدیځه خوا کې د بلوچستان، سیستان او اوسنی خراسان ولایتونه له ایران هېواد سره هم سرحد وو او په شمال ختیځ سرحد کې د چین له ختیځ ترکستان سره پیوست و.
لکه له تاریخي پېښو چې څرګندېږي د افغانستان سرحدونه په دایمي ډول ثابت نه دي پاتې شوي، ځکه سیاسي بدلونونو، د جلا هېوادونو استعمار او نیواک او یا د افغانستان کورنۍ او قبیلوي پېښو په سیاسي مختلفو محدودو کې ځای ونیو.
د بېلګې په توګه جلا حکومتونو په بېلابېلو دورو کې، لکه د یونان باختري دولت په دویمه قبل المیلاد پېړۍ کې، د کوشانیانو دوره په دویمه میلادي پېړۍ کې، یفتلیان په پنځمه میلادي پېړۍ کې، صفاریان په نهمه میلادي پېړۍ کې، غزنویان په لسمه او یوولسمه میلادي پېړۍ کې، غوریان په دولسمه او دیارلسمه میلادي پېړۍ کې، تیموریان په پنځلسمه او شپاړسمه میلادي پېړۍ کې، هوتکیان او ابدالیان په اتلسمه او نولسمه میلادي پېړۍ کې هر یو سرحدونه او جلا طبیعي حدود درلودل.
ډاکټر شريف ځدران
