د ط..البانو د ظلمه پناه اخېستونکي پخواني نظامي په بيلاروس کي خپل يو لاس بايللی

د تېر جمهوري نظام پرمهال د افغان ملي اردو افسر، چي د ط..البانو د ظلمه او بېکارۍ څخه په تېښته کي و ،او غوښتل ئې اروپا ته ولاړ سي او پناه واخلي، په بيلاروس کي پوليسو نيولی، هغه ئې وهلی او لاس ئې په اوږه کي ورڅخه پرې کړی دئ.
هغه رسنيو ته په لېږل سوي پيغام کي ويلي:« زه يو پناه غوښتونکی وم او جنګي بندي نه وم. د بيلاروس پوليسو سخت ظلم راسره وکړی او زما ژوند‌ ئې راتباه کړی.»
باید وويل سي، چي په افغانستان کي د بېکارۍ، اقتصادي ستونزو، د ط..البانو له خوا محدوديتونو او ظلمونو په زرګونو ځوانان دې ته اړ کړي، چي پر قاچاقي لارو بهرنیو هيوادونو ته سفر وکړي.

Verified by MonsterInsights