افغانستان کي ۲۵۰ زره کوچنيان بېړنيو خوړو ته اړتیا لري

د کوچنيانو د ساتني نړۍوال سازمان ويلي، چي په افغانستان کي ۲۵۰ زره کوچنيان د خوړو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
د دغه سازمان په وينا چي دوی په ورځ کي يوازي ۳۰ کوچنيانو ته خواړه برابروي او د پاته نورو کوچنيانو ملاتړ نه سي کولای.
د‌‌ ياد سازمان په وينا چي په وروستيو کي د افغانستان په ختيځ ولايتو کي د زلزلې له امله زيات شمېر کوچنيان بې سرپرسته سوي دي، چي هغوی هم د خوړو بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
هغوی وايي چي دغه يتيم سوي کوچنيانو سرپرستان خپله خوړو ته اړتيا لري، چي بايد لاس نيوی ئې وسي.

Verified by MonsterInsights