د کندهار ښار اوسېدونکو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کي د سون د توکو نرخونه ورځ تربلي لوړېږي او هر وخت ئې خپل ږغ پورته کړی؛ خو ږغ ئې څوک نه اوري.
د هغوی په خبره چي نن دوشنبه په کندهار ښار کي يو ليټر پطرول په ۷۲ افغانۍ، يو ليټر ډېزل په ۸۰ افغانۍ او يو کيلو ګاز په ۵۵ افغانۍ خرڅېږي، چي دغه پر ولس باندي ظلم دئ او دولت ئې بايد د نرخونو پر کنټرول باندي کار وکړي.
د کندهار ښاريانو په وينا چي يوازي په کندهار کي د تيلو نرخونه لوړ سوي نه دي؛ بلکي کيفيت ئې هم خراب دئ. د هغوی په خبره که موټرسيکل، موټر او يا نور وسايطو ته دغه تيل واچوو، وسايط ئې خراب او مستري لاس ته ئې محتاجه کړي.
هغوی وايي ط..البانو تر اوسه په دغه ولايت کي د تيلو د کيفيت د کنټرول په برخه کي هېڅ اقدام نه دئ کړی. د کندهاريانو په وينا چي د دغي ستونزي څخه ئې په بار بار شکايت کړی، خو دولت ورباندي چوپ دئ او هيڅ اقدام نه کوي.
کندهار ښاريان د ط..البانو څخه غوښتنه کوي، چي د تيلو نرخونه دي کنټرول او د کيفيت پر ښه والي باندي دې هم څارنه وکړي او د ولس ستونزو ته دي رسېدګي وکړي.
