اسکاینیوز راپور ورکړی، چي افغانستان دا مهال د لوږي له یوې سختي څپي سره مخامخ دئ. د راپور له مخي، په ټول هیواد کي شاوخوا ۴.۷ میلیونه ښځي او ماشومان بیړني مرستو ته اړتیا لري، څو په دغه هيواد کي د خوارځواکۍ کچه را کمه سي.
په دغه راپور کي ويل سوي، چي ۹۰ سلنه کوچني ماشومان اوس مهال په دغه هيواد کي د خوړو د کمښت سره مخ دي. همداراز، د هيواد په شمال ختیځ کي د ماشومانو د مړیني کچه د خوارځواکۍ له امله ورځ تر بلي ډېریږي.
د اسکاینیوز خبریال چي د بدخشان ولایتي روغتون ته تللی، وایي چي یوازي په وروستیو درې میاشتو کي په دغه ولايت کي هري درې ورځي وروسته یو ماشوم د خوارځواکۍ له امله مړ سوی. د روان کال له پیله تر اوسه په دغه ولايت کي ۵۳ ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی، چي دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ط..البانو د عامي روغتیا وزارت تر دې دمه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.
د يادوني وړ ده، چي په افغانستان کي د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله په دغه هيواد کي بشري بحران ورځ تر بلي زياتېږي.
