د غزني اوسېدونکو ۴۰ ميليونه افغانۍ د ښوونځيو سره مالي مرسته کړې

د غزني ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د غزني ولایت اوسېدونکو په روان لمریز کال کي نژدې ۴۰ میلیونه افغانۍ د دغه ولایت ښوونځیو سره مالي مرسته کړې ده.
د سرچينې په خبره چي دا مرستي د ښوونځیو د بیا رغوني، د ځمکي رانيولو او د اړینو وسایلو د برابرولو له پاره لګول سوي دي.
سرچينې دغه راز زياته کړې، چي دا پیسې د ښوونځیو شوراګانو، د خلګو د همکارۍ او د خیریه کسانو د مرستو له لاري راټولي سوي دي.
د سرچينې په حواله چي د غزني ولسي خلګو دغه راز د دغه ولایت د ښوونځیو، پلونو او سړکونو په جوړولو کي مهم رول لوبولی دئ.

Verified by MonsterInsights