ملګرو ملتونو د افغانستان له پاره د بشري حقونو څخه د نظارت نوی ميکانيزم جوړ کړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا تازه د افغانستان له پاره د بشري حقونو د سرغړونو د څارني او حساب ورکوني له پاره یو پیاوړی نړۍوال میکانیزم جوړ او پرېکړه ليک ئې تصويب کړی. دغه پرېکړه لیک د اروپایي اتحادیې په مشرۍ چمتو سوی و او د شورا ټولو غړو پر موافقه وکړه.
د نوې پرېکړي له مخي، ط..البان او نور اړوند کسان به د خپلو کړنو په اړه مسؤل وبلل سي او شواهد به د عدالت د تامین له پاره راټولیږي، څو په راتلونکي کي عاملین د محکمې میز ته راکش سي.
دغه سازمان ويلي، چي دا اداره به په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندي د ط..البانو له خوا رواني سرغړوني، چي د جنسي تعقیب تر کچي رسېدلي، جدي وڅاري. د دې تر څنګ، نوې اداره به د جنګي جرمونو او نورو جدي بشري حقونو سرغړونو اړوند شواهد ثبت او خوندي کړي، څو وروسته د ملي او نړۍوالو محکمو له پاره وکارول سي.
دغه پرېکړه همدا راز د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دنده هم غځوي، څو د څارني او راپور ورکولو پروسه لا پیاوړي سي.

Verified by MonsterInsights