ملګري ملتونه:۹۲ سلنه افغانان د نجونو د زده کړو غوښتنه کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګي د ښوونکي د نړۍوالي ورځي په مناسبت په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په افغانستان کي ۹۲ سلنه خلګ د نجونو د زده کړو غوښتنه کوي.
دغه سازمان ويلي، چي زده کړه کول جرم نه دئ؛ بلکي د يوه هيواد د ابادۍ له پاره اقدام دئ او د ط..البانو ئې غوښتي چي افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګي دغه راز ويلي دي، چي په افغاستان کي د دوو زرو کسانو په منځ کي ئې د افغان نجونو د زده کړو اړوند څېړنه کړې، چي موندني ئې ښيې، چي ۹۲ سلنه خلګ په افغانستان کي د نجونو د زده کړو ملاتړ او غوښتنه کوي.
دغه سازمان په افغانستان کي د نجونو پر زده کړو او کار ټينګار کړی دئ او په حواله ئې چي د نجونو په زده کړو سره ټولنه د سموالي لور ته ځي.
بايد وويل سي، چي تر دې مخکي ملګرو ملتونو ويلي و، چي په افغانستان کي تر ۸۰ سلنه ډېري ښځي د زده کړو او کار څخه بې برخي سوي دي

Verified by MonsterInsights