د ط.البانو د داخلې وزارت ویاند ویلي چي په هرات کي یې یوه ښځه شاوخوا د درې میلیونو افغانیو د غلا په تور نيولې ده.
هغه زیاته کړې چي یادي ښځي په خپل جرم اعتراف کړی،او پیسې بیرته و خپل اصلي مالک ته سپارل سوي دي.
د یاوني وړ ده چي په افغانستان کي د غلاوو ګراف ورځ تر بلي پر لوړېدو دی،او افغانان هره ورځ د غلو د زیاتېدلو څخه سر ټکوي،وسله وال غله په سپینه ورځ په زور خلګ چوروي،خو ط.البان یې په کنټرول کي پاته راغلي دي
