د ایران د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو مشر مجيد شجاع وايي چي سږ کال د افغانستان څخه د خلګو غیرقانوني تګ راتګ ډېر زیات سوی دئ.
د مجید شجاع په وینا، یوازي د روان کال په لومړۍ نیمايي کي د افغانستان څه باندې ۴۰ زره تنه مهاجرین چي غیرقانوني د سرحد څخه تېرېدل، نیول سوي او بېرته افغانستان ته استول سوي دي.
دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله تقریباً دوه چنده زیاتوالی ښيې.
ایراني چارواکي اکثره دا مهاجرین “غیرقانوني بهرني اتباع” بولي او هڅه کوي چي د هغوی مخنیوی وکړي.
