د پاکستان لخوا ځپل سوي پښتانه له افغانانو کومي غوښتني لري؟

له اوږده ځنډ وروسته د منظور پښتین انځور خپور سو.
داسي انځور چي اټکل کیږي، هغه د خپلو وېښتانو او ږیرې جوړولو لپاره هم سهولت نه لاره.
د کرښي د هغي غاړي پښتانه په کوم حالت کي دي، دلته ورته کتنه کوو.
له هغه وخته چي پاکستان جوړ سو، پښتانه د دې هېواد تر ټولو زيات مظلوم قوم دی. د دوی خاوره د ډېورنډ په نوم د يو مصنوعي کرښي له امله دوې ټوټې سوه، خو وينه، ژبه او کلتور يې يو دی. د دې کرښي ها غاړې پښتانه د رياست له لوري نه يوازي له سياسي واک او اقتصادي حقه بې‌برخي دي، بلکي د خپلو انساني حقونو څخه هم محرومه کړل سوي دي.

په تېرو څو کلونو کي، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د پښتنو پر سيمو ظلمونه نوي پړاو ته ورسوله. د سوات، وزيرستان، باجوړ او کراچۍ پښتانه ورځ تر بلي د تاوتريخوالي، بې‌ګناه وژنو او جبري تښتونو قرباني کېږي. هره ورځ د پښتون ژغورني غورځنګ فعالان نيول کېږي، د هغوی ږغ بندېږي او کورونه يې ړنګېږي. د دې ټولو تر شا دا سياست پروت دی چي پښتون بايد تل محروم، بې‌ږغه او وېشل سوی وساتل سي.

پښتانه اوس پوهيږي چي دا لوبه د دوی د خاموشۍ په قيمت روانه ده. دوی د افغانانو وروڼه دي، او د افغانستان له خلکو څخه يوازي يوه تمه لري: «احساس، ملاتړ او ورورولی» هغوی له افغانانو دا غواړي چي د دوی درد خپل وبولي، د دوی ږغ د نړۍ غوږنو ته ورسوي، او د يو ملت د يووالي لپاره فکري بنسټونه پياوړي کړي.

که موږ نن د ډېورنډ دې خوا د خپلو ورونو پر درد چوپ پاته سو، سبا به دا اور زموږ کور ته هم ورسيږي. دا موضوع د سرحد او سياست نه، بلکي د يو ملت د بقا موضوع ده. د پاکستان رياست د تجزيې، تعصب او زور له لارې پښتانه له خپل هويت څخه بې‌برخي کول غواړي، خو افغان ملت بايد د يووالي او عزت په لور د دوی ملاتړ وکړي.

څپل سوي پښتانه، يعني هغه پښتانه چي د ډېورنډ ها غاړه د پاکستان تر واک لاندي ژوند کوي، له خپلو نورو پښتنو وروڼو څو ژوري ګيلې لري، ګيلې د زړه له کومي، نه د سياست له مخه

لومړۍ ګيله:
هغوی وايي چي د ډېورنډ دې خوا پښتانه، يعني د افغانستان پښتانه، د دوی پر درد بې‌پروا پاته سوي دي. هره ورځ په سوات، وزيرستان او بنو کي د پښتنو ځوانان وژل کېږي، فعالان بندي کېږي، کورونه ړنګېږي، خو د افغانستان ډېری خلک يا مشران چوپ پاته دي. دوی دا چپتيا د ورورۍ نه، بلکي د بې‌پروايۍ نخښه ګڼي.

دويمه ګيله:
هغوی شکایت کوي چي د افغانستان ځينو پښتنو د يو ملت فکري يووالی نه دی ساتلی. د ډېورنډ موضوع ډېری وخت د سياست قرباني کېږي، څوک پرې معامله کوي، څوک پرې چوپ پاته کېږي، او څوک يې هېر بولي. خو د څپل سوو پښتنو له نظره دا کرښه د زړه پر منځ تېر سوی زخم دی، نه د نقشي پر پاڼه يوه کرښه.

درېيمه ګيله:
هغوی وايي، کله چي د پښتون ژغورني غورځنګ، د حق‌تحريک، يا د بشري حقونو مبارزه پېلېږي، د افغانستان پښتانه ورونه نه د هغوی غږ پورته کوي، نه يې ملاتړ کوي، نه هم د دوی له درد سره همږغي ښکاره کوي. هغوی تمه لري چي افغان پښتون شاعر، ليکوال او عالم د هغوی د مظلوميت کيسه نړۍ ته ورسوي.

څلورمه ګيله:
د پاکستان پښتانه دا هم وايي چي افغان پښتانه ډېر ځله د پاکستاني سياستونو تر اغېز لاندي راځي، يو د بل پر ضد تبليغ کوي، د مذهب او قوم په نوم سره وېشل کېږي. هغوی وايي که موږ رښتيا يو ملت يو، نو دا وېشونه بايد ختم سي، او يو بل ته د دښمن پر ځای د ورور په سترګه وکتل سي.

په پای کي راځئ چي د ورورۍ دا تار پياوړی کړو، د نفرت پر ځای محبت، او د بېلتون پر ځای يووالی خپور کړو. د پاکستان لخوا څپل سوي پښتانه له افغانانو نه وسلې غواړي، نه جګړه، بلکي د زړه، احساس، اخلاص او ورورولی غواړي.

رضا اميد

Verified by MonsterInsights