د ايران څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د ايران تايباد او تربت جام پر لويه لاره دوو موټرونو ټکر کړی، چي له امله ئې درې افغان کډوال وژل سوي دي.
د سرچينې په خبره، چي په دغه ټکر کي اته نور افغان کډوال ټپيان سوي، چي د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه افغان کډوالو په ايران کي د قانوني اوسېدلو اسناد نه درلودل او غوښتل ئې چي د ايران د پوليسو څخه وتښتي، چي پر مهال ئې دغه پېښه رامنځ ته سوې.
